هرات کې نامعلومو وسله والو په یوه جومات کې ۲ تنه وژلي
د هرات د شینډنډ ولسوالۍ امنیې قوماندان عبدالوکیل وطنیار ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو چې شمېر یې دولسو تنو ته رسېده، نن غرمه مهال پر دې جومات حمله وکړه.
د هغه په وینا وسله وال په تيښته بریالي شوي او تر اوسه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
دا چې د دغې حملې تر شاه څه انګیزه وه هم څه نه دي ویل شوي او نه کوم وسله والې ډلې یې مسؤلیت منلی.