په بغلان کې د رأی ورکونې په یوه مرکز کې چاودنه شوې
د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیحالله شجاع د دې خبر په تأیید سره ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه مخکې له غرمې شااوخوا ۱۱ بجې د رأی ورکونې په یوه مرکز کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې.
نوموړی وايي، د رأی ورکونې دا مرکز د دې ولایت د مرکز پلخمري ښار په شمالي څنډه کې موقعیت لري.
ښاغلی شجاع زیاتوي چې په دې چاودنه کې د دغه مرکز یو تن مسؤل او یو ساتونکی وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان دي.
تر اوسه پورې کومې وسلهوالې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نهدی منلی.