دفاع وزارت وايي په تېرو ۲۴ساعتونو کې۳۸وسله وال مخالفین وژلي
دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه پوځي عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په ننګرهار، غزني، لوګر، ارزګان، فراه، فارياب، بغلان، تخار، کندز، بدخشان او هلمند ولايتونو کې شوي دي.
د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.