له بلخه سږ مالي کال منځنۍ اسیا ته ۱۴ زره جلده قره قل صادر شوي
د دغه انسټيټوټ مدیر محمد عارف نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په منځنۍ اسیا کې د افغانستان قره قل ښه بازار لري او هڅه کېږي چې په نورو هېوادونو کې هم ښه بازار پیدا کړي.
د ښاغلي عارف په خبره، اوسمهال دغه اداره د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د قره قل د پوستکو په ټولولو اخته ده.
د ده په خبره، په بهرنیو بازارونو کې يو قره قل له ۶۰ تر ۷۰ ډالرو پورې بیه لري.
د قره قل څرمن د افغانستان يو له مهمو صادراتو ده چې په ژمنیو لباسونو کې کارول کېږي.