په کندهار کې د هیروئینو د چاقاق په تور ۲تنه نیول شوي
په هغه خبرپاڼه کې چې د کندهار د ملي امنیت ریاست له خوا خپره شوې راغلي چې دې دوو کسانو د هیرويينو ۳۵ کپسولونه په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي او غوښتل یې د کندهار د هوايي ډګر له لارې یې هند ته قاچاق کړي چې هوايي ډګر ته تر رسېدو مخکې د ملي امنیت کارکوونکو ونیول.
په تېرو دوو اوونیو کې دا دوهم ځل دی چې د کندهار د هوايي ډګر له لارې بهر ته د د هیرويينو قاچاق کوونکي نیول کېږي.