ولسمشر غني د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته د نمرو ورکولو سپارښتنه وکړه
ښاغلي غني د پیروزي په نوم د استوګنې د ښارګوټي د پرانیستو په غونډه کې امنیتي دفاعي ارګانونو ته دنده ورکړه چې د شهیدانو د وارثانو لېست برابر کړي.
ولسمشر همداراز وویل چې د شهیدانو پر کورنیو سربېره د راستنېدونکو کډوالو، ښوونکو او وژل شویو خبریالانو کورنیو ته هم باید د کورونو لپاره نمرې توزیع شي.
چارواکي وايي، د پلازمېنې کابل لپاره په ده سبز کې نوي پلان شوي ښار ته نژدې په پیروزي ښارګوټي کې به له لس زرو زیات کورونه او دیارلس نیم زره اپارتمانونه جوړ شي.