په غزني کې اعتراض کوونکو لا هم د ټاکنو د کمېسيون دفتر تړلی
غوښتني یې دادي چې په دغه ولایت کې دې ټاکنې حوزوي شي، پر تذکرو دې سټیکرونه نه لګول کېږي، د ټاکنو د کمېسيون په مامورینو کې دې ټولو قومونو ته یو ډول ونډه ورکول شي او په ناامنه ولسواليو کې دې د ټاکنو لپاره زمینه برابر شي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د غزني د ولایتي ادارې او په مرکز کابل کې د ټاکنو د کمېسيون له مسؤلینو سره خبرې وکړو، خو هغوی په کراتو کراتو زموږ ټيلیفون ځواب نه کړ.
دا په داسي حال کې ده چې د غزني په ګاونډ وردګ ولایت کې هم خلکو په دې هدف
اعتراض کړی وو چې ګنې په دغه ولایت کې دې ټاکنې حوزوي شي.