په جوزجان کې سېلابونو ۵سوه کورونه ویجاړ کړي
د جوزجان ولایت چارواکي وايي، په تېرو څو ورځو کې د دغه ولایت د فیض اباد ولسوالۍ څو کلي بارانونو او سېلابونو ویجاړ کړي دي.
د جوزجان ولایت سرپرست انجنیر عبدالرحمن محمودي په سیمه کې ازادي راډیو ته ویلي چې دغو سېلابونو کې په پنځو سیمو کې شاوخوا ۵۰۰ کورونه ویجاړ کړي دي.
د ښاغلي محمودي په وینا له زیانمن شویو سره په لومړیو ورځو کې ولایتي اداره یو څه مرستې کوي خو دا مرستې کافي نه دي.
ده له مرکزی حکومت څخه هیله وکړه چې دغو مصیبت ځپلو ته بېړنۍ مرستې واستوي.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې د تېرې پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دیارلسو ولایتونو کې د سېلابونو له امله لږترلږه شپیتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دې ادارې په وینا دغو سېلابولو په سلګونو کورونه وران کړي یا یې څه زیانونه وررسولي دي.