د جوزجان پولیسو ۸۸ کیلو ګرامه نشهيي مواد نیولي
د جوزجان ولایت امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني رسنیو ته وویل چې دوو قاچاق کوونکو غوښتل په موټر کې ۸۸ کیلو ګرامه ځای پرځای کړي تریاک د بلخ ولایت له چاربولک ولسوالۍ څخه د جوزجان مرکز شبرغان ته قاچاق کړي چې د پولیسو لهخوا ونیول شول.
تورن کسان تر لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شول.