پاریس کې د عظیموف ملګری ترورېستانو سره په همکارۍ تورن شو
حمله کوونکى ٢٠ کلن خمزت عظیموف په چچنيا کې زېږېدلى و چې د فرانسې تابعيت يې هم درلود.
عظيموف تېره شنبې مخکې تر دې چې د پوليسو په ډزو ووژل شي، په پاريس کې د چړې پهواسطه يو تن وواژه او پنځه نور کسان ټپيان کړل.
بلخوا د فرانسې قضايي چارواکي وايي، د دې پېښې په تړاو د پوښتنو- ګروېږنو لپاره دوه ښځې هم نيول شوي دي.
د پاريس د څارنوالۍ دفتر د حمله کوونکي ملګرى عبدالحکيم «اې» ياد کړى چې د دوى په وينا د نورو تحقيقاتو لپاره په لنډمهاله توقيف کې دى.
داعش يا د اسلامي دولت ډلې د هغې حملې مسؤليت منلى دى.