د جرمني صدراعظمه به سوچي کې د روسيې له ولسمشر سره وګوري
اټکل کېږي د دوى خبرې به د اوکراين پر شخړې، د ايران له اټمي تړونه د امريکا د وتلو په وړاندې د اروپا پر ځوابي اقداماتو او د هغې نلليکې پر جوړولو متمرکزې وي چې له روسيې څخه ګاز جرمني ته لېږدوي.
جرمني له هغو مخکښو هېوادونو څخه و چې په ٢٠١٤میلادي کال کې د روسيې لهخوا د اوکراين د کريميا سيمې تر لاندې کولو وروسته يې پر روسيې د اروپايي ټولنې د بنديزونو غوښتنه کړې وه.
جرمني دغه راز د اوکراين په ختيځ کې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ وکړ، لهدې سره هغه جګړه پيل شوه چې تر اوسه يې په نتيجه کې تر لسو زرو او ٣٠٠ زيات کسان وژل شوي دي.
مېرمن مرکل په وروستيو کلونو کې د روسيې په وړاندې د سخت دريځ له خپلولو سره- سره د «نورد سټريم-٢» په نوم د هغې نلليکې د پروژې دفاع کړې چې د روسيې طبيعي ګاز د اوکراين له طريقه جرمني ته لېږدوي.
هغې ټينګار کړى چې جرمني د ګازو د نلليکو خونديتوب ته سخته اړتيا لري.