ولسوال: طالبانو د ارزګان پر چورې ولسوالۍ بریدونه پیل کړي
د چورې ولسوال امینالله خالقي ازادي راډيو ته نن پنجشنبه ماسپښین مهال ناوخته وویل چې تر غرمې وروسته طالبان تر امنیتي کمربندونو تېر شوي او د ولسوالۍ بازار ته نږدي په کلاچو کې يې د امنیتي ځواکونو سره جګړه پیل کړې او لا هم په شدت سره روانه ده.
ولسوال وايي، تر اوسه پورې یو پولیس وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي، خو د وسلهوالو طالبانو د تلفاتو په اړهيې جزئیات نهلرل.
نوموړی د هوايي مرستې او اضافي سرتېرو غوښتنه کوي او وايي که ورونهرسېږي، نو ولسوالۍ به له ناوړه برخلیک سره مخ شي.
هلته له سیمې عیني شاهدان هم وايي چې طالبان د ښار څنډو ته رسېدلي او اوسمهال د درنو او سپکو وسلو ډزې کېږي.
په ورته وخت کې په ارزګان کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمتشاه قیمتي هم مني چې هلته جګړه روانه ده، خو وايي دوی هوايي ځواک لېږلی او پر طالبانو يې هوايي بریدونه پیل کړي او ډېر ژر به طالبان په شا کړي.
څه موده وړاندې هم طالبانو پر یاده ولسوالۍ د څو ورځو لپاره ډلهييز بریدونه کړي وو، خو بېرته په شا شوي وو.