د ارمنستان صدراعظم نيکول پاشينيان د روسيې له ولسمشره مننه وکړه
د ارمنستان په پلازمېنه ايروان کې وروستى سياسي تحول د دې سبب شو چې پاشينيان د ارمنستان د صدراعظم په توګه واک ته ورسېږي.
هغه ډاډ څرګند کړ چې د مسکو او ايروان ترمنځ ستراتيژيک شراکت به انکار نه منونکى وي.
د دواړو مشرانو په کتنه کې پوتين هغه ته د بريا هيله وکړه او ويې ويل چې هيله مند دى چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې پراخې شي.
وروسته له هغې چې پاشينينان د پارلمان له خوا د صدراعظم په توګه انتخاب شو او په دې توګه په ارمنستان کې د څو اوونيو حکومت ضد مظاهرې پاى ته ورسېدې، دا له پوتين سره د پاشينيان لومړۍ کتنه ده.