په غور کې د ولسي پاڅون مهم مرکز دولینه کلی طالبانو نیولی
د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند اقبال نظامي ویلي چې د خواجه ګان کلي د بېرته نیولو لپاره امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي دي.
له غوره د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې، په دې ولایت کې په دې وروستیو څو ورځو کې د وسله والو طالبانو فعالیتونه زیات شوي چې خلک یې ډېر اندېښمن کړي دي.