په کابل کې د کاراټې سیالیو پینځم پړوا ترسره شو
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیوته وویل چې پهدغو سیالیو کې د نجونو او نارینهوو په ګډون څه باندې ۱۰۰ لوبغاړو د کابل له لسو کلپونو څخه ګډون کړی وو.
ښاغلي پیمان د دغو سیالیو هدف د کابل د کاراټې منتخبې لوبډلې ته د غوره څېرو معرفي کول یاد کړل.
دغه سیالۍ د یوې ورځې لپاره په کابل کې ترسره شوې.