سپاهي زاده: د حیرتان بندر له لارې د صادراتو چمتووالی روان دی
شیراحمد سپاهي زاده نن ازادي راډیو ته وویل چې مخکې یوازې له دغې لارې افغانستان ته واردات کېدل خو اوس دغه ستونزه حل شوې ده.
نوموړی وايي چې په حیرتان بندر کې د دغو واګونونو په واسطه د افغان سوداګرو د تولیدي توکو د صادرولو لپاره بشپړه چمتووالی موجود دی.
ښاغلی سپاهي زاده وايي چې له دې وروسته به د حیرتان بندر د ریل پټلۍ له لارې جنوبي هېوادونو، روسیې او چین ته وچې او تازه مېوې، غالیو او د مرمرو ډبرو انتقالات وشي.