د افغانستان د پاورلفټنګ ملي لوبډلې یو شمېر مډالونه خپل کړل
د بدنې روزنې او ورزش ریاست ویاند عارف پیمان نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې فواد شیرین د دغو سیالیو غوره لوبغاړی وپېژندل شو.
د هند اسیايي لوبې د ۱۴ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون یوه اوونۍ مخکې پیل شوې وې او پرون یکشنبې پای ته ورسېدې.
دغه راز د افغانستان د کورش ملي لوبډلې د اندونیزیا په اسیايي لوبو کې ۲ د سرو زرو او ۲ د سپینزرو مډالونه واخېستل.