غزني چارواکي: په مرکز کې د طالبانو د ځپلو په هدف عملیات پیل شوي
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن د جمعې په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې افغان ګډو ځواکونو دغه عملیات تېره شپه د دغه ولایت په خشک نومې سیمه کې پیل کړي. نوموړی وايي چې د یادوعملیاتو پرمهال تراوسه ګڼې سیمې له وسلهوالو طالبانو پاکې شوي او دغه راز ګڼ وسلهوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خو په خبره يې دقيق شمېر نهدی معلوم.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.