کونړ چارواکي: بې پیلوټه الوتکې په شیګل کې ۳ داعشیان وژلي
د کونړ د امنيې قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه یوه بجه د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د شیګل ولسوالۍ اړوند د موڼې په سیمه کې برید کړی.
هغه وايي، په یاد هوايي برید کې ولسي وګړو ته کوم زیان نهدی اوښتی.
تر اوسه د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې د تېرې شپې هوايي برید په اړه څه نهدي ویلي.