په IPL سیالیو کې کېنګز پنجاب لوبډله له ډهلي ډېرډیولز سره مخ کېږي
د کېنګز پنجاب لوبډلې چې افغان ورو بالر مجیب ځدراڼ له ځانه سره لري، تر دې دمه په پنځو لوبو کې څلور لوبې ګټلي او په دوهم مقام کې ځای لري.
د ډهلي لوبډلې بیا په پنځو لوبو کې یوه ګټلې او تر دې دمه د جدول په وروستي یا اتم مقام کې ځای لري.
د کرکټ مشهورې ویبپاڼې کرېک انفو د پنجاب لوبډلې په بریاوو کې د افغان لوبغاړي مجیب ځدراڼ اقتصادي توپ اچونه او د ویسټ انډیزي لوبغاړي ګريس ګېل ښه توپوهنه د پام وړ بللې ده.
د دغو سیالیو د تېرې ورځې په لومړۍ لوبه کې بیاچنايي سوپر کینګز سن رایزرز حیدراباد ته په څلورو منډو ماته ورکړه.
افغان لوبغاړي راشد ارمان د حیدراباد په ګټه په څلورو بالونو ۱۷ ارزښتناکې منډې جوړې کړې، خو په توپ اچونه کې يې بیا په څلورو اورونو کې یوازې یو لوبغاړی وسوځاوه او ۴۹ قیمتي منډې یې ورکړې.
د دغو سیالیو د تېرې شپې دوهمه لوبه بیا راجستان رایلز د ممبی له لوبډلې څخه د درېیو ویکټو په توپیر وګټله.