عراق دوې روسۍ ښځې په عمري بند محکومې کړې
دغه ښځې چې د بغداد د يوې محکمې له خوا پرون محکومې شوې، په اصل کې د داغستان ګڼل شوي.
دغه جمهوريت د روسيې په شمالي قفقاز سيمه کې له چچنيا سره پر پوله پروت دى.
د روسيې دولتي رسنيو راپور ورکړى چې د عراق ټلوېزيون ويلي چې د همدې محاکمې پر مهال د اذربايجان درې ښځينه اوسېدونکي او يوه قرغزۍ په بند محکومې شوې دي.
د دغو ښځو په اړه سم د لاسه نور جزئيات نه دي تائيد شوي.
د فرانسې خبري اژانس بيا راپور ورکړى چې په دې لړ کې د اذربايجان پنځه ښځينه وګړي د مرګ په سزا محکومې شوي دي.
د روسيې د دولتي رسنيو او دغه راپور ترمنځ تناقض شته.
عراق په ډسمبر مياشت کې د داعش ډلې په وړاندې د بريا اعلان وکړ، دغې ډلې د عراق پر يو پر درېيمه برخه خاوره ولکه ټينګه کړې وه.