د پاکستان په کراچۍ کې پولیسو یو تن مظاهره کوونکی وژلی
دغه اخ وډب په هغې مظاهره کې چې روانه اوونۍ د یوې اووه کلنې نجلۍ د ورکېدو او وژل کېدو د پېښې په وړاندې پیل شوې وه، رامنځته شو.
مظاهره کونکو پولیس تورن کړ چې په دې پېښه کې یې بې غوري کړې ده.
پولیسو ويلي چې اولس تنه چې اکثره یې پولیس په نښتو کې ټپیان شوي دي.
د امیر فاروق په نوم د پولیسو یوه لوړ پوړي افسر وویل چې دغه نجلۍ دوه ورځې مخکې لادرکه شوې وه چې مړی یې پرون وموندل شو.
لومړني طبي معاینات ښیي چې پرهغې جنسي تېری شوی او زیندۍ شوې ده.