چارواکي: په ارزګان کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي
د خبرپاڼې په حواله، دا عملیات په دغه ولایت کې د نصرت (۰۱) په چوکاټ کې د پیل شویو عملیاتو یوه برخه ده چې پرمهال یې د وسله والو طالبانو وسلی او مهمات هم له منځه تللي دې.
هاخوا بیا د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډيو ته په یوه استولي برښنالیک کې ادعا کړې چې دغلته یې د افغان پوځ روان عملیات په شا تمبولي او په خبره یې چې د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍکې ۲ امنیتي پوستې سقوط کړي او ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلینو بیا تراوسه د وسله والو طالبانو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.