حفيظ الله ولي رحيمي د المپيک ملي کمېټې نوى رئيس وټاکل شو
حفيظ الله ولي رحيمي د افغانستان د المپيک ملي کمېټې نوى رئيس وټاکل شو.
د المپيک ملي کمېټې ټاکنې نن پنجشنبه د اسيا د المپيک د استازي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د استازو او د ورزشي څارونکو په حضور کې ترسره شول.
په دغو ټاکنو کې ۳۱ تنو د رأى حق درلود چې ۲۹ پهکې ورزشي فدراسيونونو مشران او يو تن د المپيک بورډ غړى روح الله نيکپا او يو تن د افغانستان د کرکټ بورډ استازى، الله داد نوري شامل وو.
ښاغلي رحيمي له ۳۱ رأيو ۱۶ او سيال يې محمود ضيا دشتي ۱۵ رأيې خپلې کړې.