د استرالیا د کرکټ پر دوو لوبغاړو د کرکټ ۱۲ میاشتینی بندیز ولګېد
د کرکټ مشهورې وېبپاڼې کرېک انفو لیکلي، دواړه لوبغاړي له سوېلي افریقا سره د ټېسټ سیالۍ په درېیمه ورځ د توپ په خرابولو تورن شوي وو.
استرالیا له دې پېښې وروسته له دوی څخه هېواد ته د ژر بېرته ستنېدو غوښتنه کړې وه.
دا دواړه لوبغاړي نهیوازې د استرالیا لپاره په لوبو کې ښه ځلېدلي، بلکې په هندوستان کې په سوداګریزو سیالیو یا «ای پي ال» کې هم د دوو لوبډلو لوبډل مشران دي.