چارواکي: په جوزجان کې د داعش ډلې ۳۵ غړي وژل شوي
د دې قول اردو وياند نصرت الله جمشيدي نن شنبه ازادي راډيو ته وويل، دغه عمليات تېره شپه د جوزجان ولايت په قوش تپه او درزاب ولسواليو کې د داعش ډلې پر مرکزونو شوي چې په نتيجه کې يې د داعش ډلې ١٣ جنګيالي ټپيان شوي هم دي.
ښاغلي جمشيدي وويل، دغه عمليات به تر هغو روان وي چې په جوزجان او سرپل ولايتونو کې د داعش ډلې ټول مرکزونه له منځه نه وي تللي.