چارواکي: د ارزګان په چهارچینو ولسوالۍ کې ۱۰ طالبان وژل شوي
په دغه ولایت کې د ملي پولیسو د لومړي کنډک قوماندان ملک زینالله نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو تېره ورځ غوښتل چې په یاده ولسوالۍ کې پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه وکړي چې د افغان ځواکونو له کمین سره مخ شول.
نوموړی وايي چې په یاد برید کې افغان پوځيانو ته کوم زیان نهدی اوښتی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.