راپور: روان کال په افغانستان کې څه باندې ۳۰ زره کسان بېځایه شوي
دغې ادارې په خپل اوونیز راپور کې ویلي چې په تېره اوونۍ کې په ټول هېواد کې تر شلو زرو ډېرو اړو کسانو بشري مرستې ترلاسه کړې دي.
په دې راپور کې راغلي چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د کندها ر په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پولیسو پر مرکز د وسله والو برید له پاکستان څخه د بشري مرستو د فعالیتونو مخه ونه نیوله .
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره په دې باور ده چې جګړې او ناامني د افغانستان د خلکو د بېځایه کېدو تر ټولو لوی لامل دی .