پاکستاني پوځ له تېرې شپې راهیسې پر کونړ د توپونو ۲۰۵ مرمۍ ویشتي
د دانګام ولسوال محمد رحمان دانش د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پاکستاني پوځ له تېر ماښامه بیا د خپلو درنو وسلو خولې دانګام ولسوالۍ ته را اړولي چې تر دې دمه یې د ویشتل شویو مرمیو شمېر ۲۰۵ ته رسېږي.
نوموړي وویل، تراوسه په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی، خو د خلکو، باغونو او کروندو ته یې زیان اړولی دی.
د دانګام ولسوالۍ د ځایي اوسېدونکو په خبره، د پاکستانیو پوځیانو د ډزو له امله يې تېره شپه په اور کې تېره کړې او هر ساعت د دې وېره شته چې دوی ته ځاني زیانونه ورسېږي.