د روسیې ولسمشر د مارچ په ۱۴مه کریمیا ته ځي
نوموړی به د ولسمشرۍ د انتخاباتي کمپاین په وروستۍ ورځ دغلته په یوه غونډه کې ګډون وکړي.
دا غونډه په کریمیا کې د روسیې له خوا د هغې نمایشي ټولپوښتنې د څلورمې کلیزې په مناسبت جوړه شوې چې په نتیجه کې یې کریمیا له اوکراین جلا او روسیې سره یوځای کړی شوه.
پر دې ټول پوښتنه پراخ انتقادونه شوي.
د کرملین ویاند ډیمیټري پیسکوف یوه روسي ټلویزیون ته ویلي، په کریمیا کې به په دې غونډه کې زرګونه کسان ګډون وکړي.