اوکراین په نښتو کې د یوه اوکرایني سرتېری د وژلو خبر ورکوي
د اوکراین د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، د روسیې ملاتړ لرونکو بیلتون غوښتونکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پرله پسې د ماشینګڼو په ډزو له اوربنده سرغړاوی کړی.
روس پلوو بیلتون غوښتونکو بیا ادعا کړې چې حکومتي ځواکونو له اوربنده سرغړاوی کړی او څو ځلې یې د دوی پر لور د هاوان او ټوپکو ډزې کړې دي.
د اوکراین په ختیځ کې د اوربند هغه هوکړې چې د مینسک د ۲۰۱۴ سپټمبر او ۲۰۱۵ فبرورۍ د تړونو له مخې اعلان شوي وو، ونه ساتل شوې.
کییف تر دې مخکې ویلي وو، بیلتون غوښتونکو د مارچ په پنځمه د اوربند له نوي توافقه سمدستي وروسته سرغړونه کړې وه.