کرملین: د روسیې، ایران او ترکیې ولسمشران په اپریل کې سره وګوري
د کرملین په یوه اعلامیه کې چې نن چهارشنبه خپره شوې، د ولادیمیر پوتین، حسن روحاني او رجب طیب اردغان د لیدنې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه یې هم د دې لیدنې د وخت او ځای په اړه څه ویلي دي.
دغه درې هېوادونه په سوریې کې نېږدې همکارۍ لري او تمه ده چې د سوریې جګړه به د دې خبرو اصلي اجنډا وي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي وو چې دا درې مشران به په اپریل کې سره وویني، خو د دغه وزارت ویاند هم د ځای په اړه څه ونه ویل.
دغه راز ټاکل شوې د ترکیې او امریکا متحده ایالاتو مقامات د مارچ په اتمه او نهمه نېټه په واشنګټن کې سره وګوري.
ترکي چارواکي وایي، دغه هېواد به امریکایي چارواکو ته ووایي چې انقره له واشنګټن څخه تمه لري، څو د هغو وسلو د بېرته اخيستلو په برخه کې جدي اقدام وکړي چې امریکا په سوریې کې کردي ملېشو ته ورکړې دي .
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو به د مارچ په ۱۲ مه او ۱۴مه نېټه مسکو ته ولاړ شي او بیا د مارچ په ۱۹ مه واشنګټن ته سفر کوي.
نوموړی به واشنګټن ته د سفر پرمهال له خپل سیال رکس ټېلرسن سره وګوري.