رسنۍ: شمالي کوريا د ميزايلو متخصصان او وسایل سوريې ته لېږلي
په پرونيو راپورونو کې ويل شوي چې د ملګرو ملتونو مختصصانو له ٢٠١٢ څخه تر ٢٠١٧ میلادي کاله پورې تر ۴۰ زيات دې ته ورته انتقالات تثبيت کړي چې مخکې يې راپور نهو ورکړل شوى.
ويل شوي چې دغه مواد په غير قانوني ډول سوريې ته لېږل شوي چې په هغو کې داسې کاشي ګانې چې د تېزاب په وړاندې مقاومت لري، داسې شيردانونه چې د زنګ په مقابل کې مقاومت لري او ترماميټرونه شامل دي.
د ملګرو ملتونو يو ناخپور شوى راپور چې د ملګرو ملتونو له پرېکړهليکونو سره د شمالي کوريا رعايت څېړي وايي، د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو د سوريې د کيمياوي وسلو او ميزايلو په تأسيساتو کې د شمالي کوريا تخنيکي ماهران ليدلي دي.
ويل شوي چې دمشق د ملګرو ملتونو ماهرانو ته ويلي چې په سوريه کې د شمالي کوريا ورزشي روزونکي او ورزشکاران حضور لري.
دغه ادعاګانې په داسې حال کې کېږي چې د سوريې د ځواکونو لهخوا پر ملکيانو د کلورين ګازو د کارونې په اړه تازه راپورونه خپاره شوي دي.
د سوريې حکومت دغه راپورونه ردوي.
ماهران وايي شمالي کوريا له اوږدې مودې راهيسې د پيسو په بدل کې د نړۍ بېلابېلو برخو ته پوځي او د وسلو د مهارت په برخه کې همکاري کړې ده.