په ننګرهار کې د «امن غواړو» په نوم کرکټ سیالۍ پیل شوې
د ختیځ زون د کرکټ مسؤل بختیار ساحل نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د ختیځ زون اړوند بېلا بېلو لوبډلو ترمنځ په جلال اباد ښار کې پیل شوي چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
د ښاغلي ساحل په خبره دغه سیالۍ د ننګرهار ولایتي ادارې په نوښت جوړ شوي او په ټینس بال ترسره کېږي.
د ننګرها ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې د دغو لوبو له لارې هڅه کېږي څو خلک سوله ییز ژوند او يووالي ته وبلل شي.