د لوګر نوی والي وايي د امنیت ټېنګښت ورته لومړیتوب لري
تېره ورځ د لوګر د نوي والي د معرفي او د پخواني والي حلیم فدايي د رخصت او مخه ښې په موخه جوړه شوې غونډه کې محمد انور اسحاقزي له خلکو او قومونو هم په خپلو کې د یووالي غوښتنه وکړه.
ده وویل، په لوګر کې د بیارغونې او پرمختګ یوازنۍ لاره د خلکو ترمنځ یووالی او د امنیت ټینګول دي.
نوموړي زیاته کړه:
"زه چې کله لوګر ته راغلم او د ځوانانو او مشرانو مورال مې ولیده ما تهيې یو قوت راکړ، موږ به هڅه وکړو، موږ به اول کوښښ وکړو چې د خپلو علماء کرامو، مشرانو او ځوانانو سره د امنیت د ټېنګولو پر لارو چارو ډېر تمرکز وکړو، هغه منطقه کې چې امنیت راشي هلته انکشافي پروګرامونه هم په ښه ډول ترسره کېدلی شي، بیا مې هم د لوګر ټولو شریفو خلکو ته پیغام دا دی چې لاسونه راونغاړو او د وحدت لپاره کار وکړو."
د سلواغې په ۲۸مه د افغانستان د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهور رئيس اشرف غني په منظورۍ لوګر، لغمان، کندز، فراه او میدان وردګو ولایتونو ته نوي والیان وټاکل شول چې په دوی کې د بادغیس پخوانی والي محمد انور اسحاقزی د لوګر د والي په توګه ټاکل شوی دی.