د هندوستان کرکټ لوبډلې جنوبي افریقا ته په ۲۸ منډو ماته ورکړه
په دغه لوبه کې هندوستان لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۵ وايکټو په زیان سره ۲۰۳ منډې جوړې کړې او خپلې سیالې لوبډلې ته یې د ۲۰۴ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې یې د جنوبي افریقا لوبډلې د ۹ وایکټو په زیان سره په ۲۰ اورونو کې ۱۷۵ منډې جوړې کړې او هدف ته په رسېدو کې پاتې راغله.
د هندوستان لپاره بهونیشور کمار غوره توپ اچوونه وکړه او په ۴ اورونو کې یې ۲۴ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي يې وسوځول.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه د فبرورۍ میاشتې په ۲۱ مه په سنچورین کې ترسره کېږي.