د حامد کرزي په هوایي ډګر کې یو تن قاچاق وړونکی نیول شوی
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحِد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوي کس دا مواد په یوه بکس کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې هندوستان ته یې قاچاق کړي چې د هوايي ډګر د مسؤلینو له خوا ونیول شو.
د ښاغلي موحِد په وینا، له نیول شوي کس څخه څېړنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې نېږدې دوه اوونۍ مخکې هم دوه تنه قاچاق کوونکي د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوي وو.