امریکا: د ایران په اړه د ملګرو ملتونو د راپور د عمل وخت رارسېدلی
په تېره میاشت کې د ملګرو ملتونو د څېړونکو د راپور په بنسټ، حوثي یاغیانو ته د وسلو پر ورکولو له نړیوال بندیز وروسته د ایران له خوا د لېرې واټن ویشتونکي توغندي او نورې وسلې د دې ډلې لپاره یمن ته استول شوي دي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي پرون وویل، دا راپور هغه څه نور هم په ډاګه کوي چې موږ له میاشتو راهیسې ویل او هغه دا چې ایران د امنیت شورا له څو پرېکړو په سرغړاوي او غیرقانوني توګه په یمن کې حوثي یاغیانو ته وسلې استوي.
نیکي هیلي زیاته کړې چې نړۍ به د دې اجازه ورنه کړي چې دا سرغړاوي له متقابلې سزا پرته دوام وکړي.