د کورنیو چارو وزارت: په کابل کې ۳۰ کیلو ګرامه هیروئین نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وايي چې د هیروئینو دا کڅوړه پرون دوشنبه د خاک جبار ولسوالۍ د تره خېلو دښتې په سیمه کې ترلاسه شوه او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
افغان چارواکي وايي چې مخدره مواد د ترورېستي ډلو د عوایدو مهمه سرچینه ده او دوی یې پرضد غوڅه مبارزه کوي.
د کورنیوچارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ترڅ کې په روان کال کې په ټول هېواد کې ۲۱۴ ټنه مخدره مواد ضبط شوي او ورسره نېږدې دوه نیم زره مشکوک کسان نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.