پاکستان له تېرې یوې نیمې میاشتې رهیسې پر افغاني پنبې بندیز لګولی
د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل، په دې کار سره سلګونه افغانان بې روزګاره شوي دي.
نوموړي وویل:
"تر زرو کسان بې کاره شوي او همدارنګه تر سلو فابریکو ډېرې په ټپه ولاړې دي، پاکستان له افغانستان څخه د پنبو صادراتو ته اجازه نه ورکوي. "
نوموړي وویل، دامهال په هلمند او د هېواد په شمالي ولایتونو کې چې پنبه ډېره کرل کېږي، کروندګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.