د شمالي کوریا رهبر د جنوبي کوریا ولسمشر ته بلنه ورکړې
دا خبره د ښاغلي مون دفتر نن شنبه کړې ده.
د جنوبي کوریا د ولسمشر ویاند ویلي چې د شمالي کوریا د ولسمشر خور کیم یو جونګ چې د پیونګ چانګ په ژمنیو المپیک لوبو کې د ګډون لپاره جنوبي کوریا ته تللې، د ښاغلي مون په دفتر کې هغه ته د خپل ورور د شخصي بلنې په اړه وویل.
دغه ویاند په یوه خبري غونډه کې زیاته کړه چې مون وړاندیز وکړ چې دواړه کوریاوي باید د دې بلنې د منلو لپاره داسې شرایط رامنځته کړي چې اړین دي.
که داسې وشي، نو دا به په تېرو ۱۰ کلونو کې لومړی ځل وي چې د دواړو کوریاوو مشران سره ګوري.
تر دې وړاندې په ۲۰۰۷ کال کې د جنوبي کوریا د هغه مهال ولسمشر د شمالي کوریا له پخواني رهبر او د کیم یونګ اون له پلار سره ولیدل.