په خوست کې په پوځي عملیاتو کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي
د وژل شویو کسانو یو تن ورور علي جان کوچي د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې یاده پېښه د شپې په شااوخوا ۱۲ بجو شوې ده.
ده وویل چې په وژل شویو کسانو کې يې پنځه وروڼه، یو وراره او بليې د تره زوی دی.
علي جان کوچي له افغان حکومته د یادې پېښې د جدي څېړنې غوښتنه وکړه.
بلخوا د خوست والي حکم خان حبیبي پيښه تأییدوي او وايي چې د موضوع د څېړنې لپارهيې له امنیتي، کشفي او عدلي ارګانونو څخه جوړ یو پلاوی ټاکلی دی.
د خوست والي زیاتوي چې د پېښې له بررسۍ وروسته به رسنیو سره معلومات شریک کړي.