د اذربایجان د اپوزېسیون مشر وايي د ولسمشرۍ انتخابات بایکاټوي
د اپوزېسیون مشر کامل حسنلي په انتخاباتو کې د نه ګډون اعلان له رویټرز سره په مرکه کې چې نن خپره شوې، کړی.
له دې یوه ورځ مخکې د ولسمشر په ویبپاڼه کې هغه فرمان خپور شوی و چې د ولسمشرۍ لپاره انتخابات یې د اوکتوبر له اولسمې نه د اپرېل یوولسمې ته را مخته کړي دي.
د علي اف په فرمان کې له وخته مخکې د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه نورجزئیات نه دي ورکړل شوي خو یوازې دومره ویل شوي چې هغه د اذربایجان له اساسي قانون او د دې هېواد د انتخاباتو له قانون سره اړخ لګوي.
د ولسمشر سلاکار علي حسنوف ویلي چې دغه انتخابات ځکه مخته راوړل شوي ترڅو دا یقیني شي چې هغه د کال په پای کې له مهمو کورنیو او نړیوالو پېښو سره په ټکر کې را نشي، خو د مخالفینو یوه بل مشر عارف حاجي لي ویلي چې دغه بدلون د هغو عملیاتو یوه برخه ده چې هدف یې د اوو نورو کلونو لپاره د علي اف د واکمنۍ غځول دي.