په فراه کې یو ایرانی د نشهيي موادو د قاچاق په تور ونیول شو
د فراه ولایت مطبوعاتي دفتر د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، یو ایرانی وګړی چې ۶۷ کیلو ګرامه کرسټال یا شیشه یې په یو موټر کې ځای پر ځای کړي و او غوښتل یې ایران ته یې قاچاق کړي، د افغانستان سرحدي ځواکونو د ابونصر فراهي په پوسته کې د تلاشۍ پر مهال نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا درېیم ځل دی چې ایرانيان له فراه څخه ایران ته د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیول کېږي.