د بخښنې نړیوال سازمان د کاظمي پر اعدام غوسه څرګنده کړې
دې سازمان پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، ۲۲ کلن علي کاظمي پرون د بوشهر ولایت په یوه زندان کې په دار وځړول شو.
پر نوموړي تور و چې په ۱۵ کلنۍ کې یې یو تن وژلی دی.
امنېسټي انټرنشنل په خپله خپرپاڼه کې زیاتوي چې علي کاظمي د هغه د وکیل له خبرتیا پرته اعدام شوی دی.
ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه تبصره نهده کړې.