عبدالله عبدالله: طالبان سولې ته چمتووالی نهلري
عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن په کابل کې د ناروې له دفاع وزیر فرانک بک جنسن سره په کتنه کې وکړې.
عبدالله وویل، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ له اعلان سره د افغانستان حکومت د دې اټکل کړی و چې د دولت ضد وسلهوال مخالفین په تېره بیا طالبان ښایي حملې زیاتې کړي.
طالبانو هم نن د امریکا د ولسمشر او د افغانستان د جمهوري ریاست د وروستیو څرګندونو په اړه چې ویلي یې نور له طالبانو سره د سولې خبرې امکان نهلري، په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې جګړې ته به دوام ورکړي.
د ناروې دفاع وزیر چې یو شمېر ځواکونهیې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ په مأموریت کې خدمت کوي، له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.