رستمي: د ۱۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت طبي بوټي بهر صادر شوي
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې اوس مهال د افغانستان د کرنیزو توکو د صادراتو زیاته برخه طبي بوټي دي چې په امریکا، اروپا او اسیایي هېوادونو کې تود بازار لري.
ښاغلی رستمی زیاتوي، د تېر ۱۳۹۵ لمریز کال تر پایه ۷۸ زره ټنه طبي بوټي د ۱۶۷ میلیون ډالرو په ارزښت بهر ته لېږل شوي وو.
په دغو طبي بوټو کې شیرین بویه، ینګ، زرشک او یو شمېر نور بوټي شامل دي.