چارواکي: په بغلان کې ځينې سیمې له طالبانو نیول شوي
د «البرز ۲۲» په نوم دغه پوځي عملیات د شنبې په ورځ په ډنډ شهابالدین سیمه کې پیل شول.
د بغلان د پولیسو د رسنیو دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې عملیاتو کې څلور وسلهوال طالبان وژل شوي او نهه تنهیې ټپیان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.