د اسرائیل صدراعظم نن سې شنبه له تاج محله لیدنه کوي
د نتانیاهو او د مېرمنې ساره د دې کتنې لپاره د تاج محل او شااوخوا سیمو کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
ویل کېږي چې د سیلانیانو په لوړ فصل کې د ورځې تر ۷۰ زره پورې کسان له دغې تاریخي ماڼۍ څخه چې د ۱۷مۍ پېړۍ په نیمایي کې د مغولو امپراطور شاه جهان د خپلې خوښې ملکې ممتاز محل لپاره جوړه کړې وه، لیدنه کوي.
د اسرائیل صدراعظم چې له هند سره د اړیکو د پیاوړي کېدو په هدف هغه هېواد ته تللی، پرون دوشنبهیې په نوې ډېلي کې له خپل هندي سیال نرېندرا مودي سره خبرې وکړې او د دواړو خواو ترمنځ هم په مختلفو برخو کې نهه قراردادونه لاسلیک شول.