د افغانستان او هند د کرکټ لوبې نېټه او ځای به په ډاګه شي
د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال ویاند شرفالدین شاکر نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۶» ازادي راډیو ته وویل چې په دغې خبري ناسته کې به د يادې پنځه ورځنۍ يا ټېست لوبې نېټه او ځای په ډاګه شي.
د ښاغلي شاکر په خبره، د دې تر څنګ د دواړو هېوادونو د کرکټ بورډ مشران به د کرکټ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په پياوړتیا هم خبرې وکړي.